د پوهنې وزارت د افغان کډوالو ماشومانو ته، چې له ایران او نورو ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي؛ په تعلیمي ادارو کې د زدهکړو د زمینې برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ د راستانه شویو کډوالو ماشومان به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي ادارو کې شامل او پرته له کوم خنډ یا ځنډ څخه خپلې زدهکړې روانې وساتي.