په کندز کې د مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب په مشرۍ، له تاجکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ او سهولتونو برابرولو په موخه مشورتي ناسته وشوه.

په ناسته کې د کډوالو چارو ریاست، اوچا، UNHCR، UNDP او IOM استازو ګډون کړی و. یادو نړیوالو بنسټونو د خوراکي توکو، مؤقتې سرپناه، نقدي مرستو او ترانسپورت په برخه کې د همکاریو ژمنې وکړې.

مرستیال والي وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې له هر هېواد څخه راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو امکاناتو له مخې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، او له نړیوالو ادارو یې هم د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ناسته کې د راستنیدونکو ګدوالو ټولې ستونزې په پام کې ونېول شوې.

Share.