د سمنګانو په مرکز ایبکو او دره صوف ولسوالۍ کې بې ځایه شویو او راستنو شویو کډوالو لپاره ۱۲۰ نوې سرپناوې جوړې شوې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي آر په مالي ملاتړ او د سمنګانو ولایت د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ، د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۰ معیاري سرپناوې د ایبکو ښار او کوزدره‌ صوف ولسوالۍ اړوند بې‌ ځایه شویو او راستنو شویو کډوالو لپاره جوړې شوې دي.مسوولین وایي، هر سرپناه دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب لري او د نړیوالو ساختماني معیارونوپه مطابق ډیزاین شوې دي.

Share.