د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل د اوبو د کمښت ناورین شپږ میلیونه اوسېدونکي له خطر سره مخ کړي دي.
سرچینې ویلي، چې په کابل کې د اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې د دغه ناورین د حل لپاره پراخې پانګونې ته اړتیا ده.
دغې ادارې په کابل کې د اوبو د ناورین د حل لپاره پر سمدستي اقدام ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم خبرداری ورکړی و چې د کابل ښار اوبه به تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه وچې شي.

Share.