د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې د کشم ـ فیضاباد پر لویهلاره د یوې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي. د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار وايي، پېښه پرون مازدیګر هغه مهال وشوه چې یو زرنج له باروړونکي هینو موټر سره ټکر وکړ. نوموړی وايي، د دغې پېښې ټپيان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.