د بغلان د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وایي چې د کرکر د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله ۶ کان کیندونکي مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د شمال د ډبرو سکرو شرکت رییس عبدالله حامد وايي، چې د کرکر د ډبرو سکرو کان درېیم نمبر صوف په ناڅاپي ډول ناست دی چې له امله یې شپږ کان کیندونکي مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. حامد زیاته کړه چې د ژغورنې ټیمونه پر وخت کان ته رسېدلي، مړي او ټپیان یې د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدولي دی.