د کندز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس م احسانالله ثاقب د بدخشان ولایت ته سفر کړی، څو د کوچيانو د مالچرونو اړوند ستونزې وڅېړي. نوموړي ویلي، چې د مالچرونو ځمکې د عامو خلکو له لوري تخریب شوي او په کرنیزو ځمکو بدلې شوي دي.
د موضوع د حل لپاره د کندز او بدخشان واليانو په تفاهم مکتوبونه تبادله شوي او یو مرکزي پلاوی چې د اراضۍ عمومي رئیس او د سرحدونو بررسي معین یې ملتیا کوي، یاده سیمه ارزوي.
ښاغلي ثاقب د کوچيانو له استازو سره یو ځای بدخشان ته تللی، څو پلاوي ته د ستونزو دقیق معلومات وړاندې کړي.