د کندهار مسوولان وايي، سپینبولدک ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان ته د قاچاق کېدونکو ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، یوشمېر کسانو غوښتل دغه پسونه په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته ولېږدوي.
هغه وویل چې په دې تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي چې د څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده چې د کندهار مسوولانو تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.