غزه کې د لوږې له خپرېدو او له امله یې، د لسګونه کسانو تر مړینې وروسته، له مصر څخه د بشردوستانه مرستو بار لارۍ د غزې پر لورې روانې شوې دي.
دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې غزه کې نړیوالو بنسټونو له څو میاشتو راهیسې د قحطۍ پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي.
بلخوا د اسراییلو پوځ هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له پرون راهیسې غزې ته د هوا له لارې د مرستو لېږد پیل کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرستو کاروانونو لېږد لپاره دې خوندي دهلیزونه جوړ او نفوسلرونکو سیمو کې دې بشردوستانه مرستو تمځایونه جوړ شي.
دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ خبرې له کومې پایلې پرته درېدلې دي.
د اسراییلو پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هوا له لارې غزې ته د مرستو د کوڅوړو خوشې کول، پیل شوي چې اوړه، بوره او نور خوراکي پکې شامل دي.