د کندز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب د کډوالو چارو وزارت د تحقیق او معلوماتو رئیس قاري احمدالله هاشمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د دې ولایت کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي محمدي هم حاضر و، د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان څخه راستنېدونکو کډوالو د ثبت، تثبیت او خدماتو د همغږۍ پر موضوعاتو بحث وشو.
مرستیال والي د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

Share.