په سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د بورمه او چهارسوق کلیو کې د دوو اوبو رسونې شبکو د جوړولو پروژه پیل شوه.

د باختر آژانس د راپور له مخې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو آمر د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل:
«پروژه کې دوه ۱۰۰ متره ژورې څاګانې، ۷ زره او ۴۱۶ متره پایپ‌لګونه، د ۱۰ او ۵۰ متر مکعبو دوو زېرمو جوړول، ۲۶ د ۴۵۰ واټه سولر سیستمونه او ۲۹۰ د کورونو اوبو نلونه شامل دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې او حفظ‌الصحې پروګرام له لارې، د نړیوال بانک په مالي مرسته او د آقاخان ادارې په تخنیکي همکارۍ، د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیقېږي او تمه ده چې په څلورو میاشتو کې بشپړه شي.

د پروژې تر بشپړېدو وروسته، ۵۱۲ کورنۍ او ۲ زره او ۲۷۳ ښوونځي او دیني مدرسې زده‌کوونکي به پاکو څ

Share.