دا کورنۍ، چې له یوه نرینه او درې میرمنو جوړه ده؛ د ۱۳۲ بهرنیو وګړو د اسنادو د پلټنې او څارنې د عملیاتو په بهیر کې پېژندل شوې ده.
د AKPS د خبرپاڼې له مخې؛ دا کسان د زمري پر دوهیمه / د جولای پر څلیریشتمه د شپې پر ۹:۲۰ په اماراتي الوتنه EK342 کې مالیزیا ته ورسېدل؛ خو مقرراتو ته پر نهپاملرنه یې ځانونه د کډوالۍ ادارې چارواکو ته ورونهپېژندل.
د دوی د سفري اسنادو ارزونې وښوده، چې د دوی ویزې جعلي وې او د پوښتنو ګرویګنو په بهیر کې دغو کسانو اعتراف وکړ، چې د ادعاوو برعکس یې هیڅکله له ازبکستان څخه تېر شوي ندي.
دوی ویلي، چې جعلي ویزې یې د یوه کمیشن پر مرسته د ۶۰۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړې دي.
له دې پېښې وروسته AKPS د دغو څلور کسانو د “نه ننوتلو اجازه” (NTL) امر صادر کړ او ټاکل شوې، چې دوی د زمري پر اتمه / د جولای پر دېرشمه په اماراتي الوتکه کې افغانستان ته راستانه کړی شي.