عدلیې وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۵۱۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده. د دغه وزارت ویاند برکتالله رسولي ویلي، چې دغه ځمکې د ننګرهار، غور، پکتیا، پنجشېر، میدان وردګ، بامیان او ۱۶ نورو ولایتونو کې له غصبه را ګرځول شوې دي. هغه زیاته کړه، چې په همدې موده کې په ۲۷ ولایتونو کې څه باندې ۵۱۹زره ځمکه د حکومتي ځمکې په توګه پيژندل شوې ده.