د کندز والي الحاج ملا محمد خان دعوت په خپل کاري دفتر کې د یونیسف د نړیوال مرستیال ټیډ چایبان، د یونسیار دفتر مسؤول جمال عرفات او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له استازو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د کډوالو، عامې روغتیا، پوهنې او ټولنیزو چارو د ریاستونو مسؤلینو هم ګډون کړی و. د ناستې بحثونه د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د سرپناه، روغتیایي خدماتو، زده‌کړې او د کار زمینې برابرولو پر محور راڅرخېدل.

د یونیسف مرستیال د یو ګډ میکانېزم د جوړېدو اعلان وکړ، چې له مخې به د یونیسف او یونسیار په همغږۍ کډوالو ته منسجم او دوامدار خدمتونه وړاندې شي.

د کندز والي له یادو نړیوالو ادارو د مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه همکارۍ نورې هم پراخې شي.

Share.