د کندز دټولگټو رئیس ملا عبدالخالق “حقمل” د دشت ارچي ولسوالۍ د عمومي سړک د پاتې برخې د قیر اچولو له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د کار د چټکتیا او د نقشې سره سم د تطبیق سپارښتنې یې مسوول انجنیر ته وکړې.
همداراز، نوموړي د دشت آب دان په سیمه کې هغه ځای ته هم ورغی چېرته چې د درنو موټرو وزن کتل کېږي، د کارکوونکو حال یې واخیست، ستونزې یې واورېدې او سپارښتنه یې وکړه چې ټول کارکوونکي دې د مقررو اصولو پر بنسټ موټرونه وڅاري.

Share.