د کندز د عد.لیې ریاست د نظارتي پلاوي له لوري د کندز ښار په کچه د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وڅارل، چې له ډلې یې دوه دفترونه د قانون خلاف فعالیت له امله وتړل شول. پلاوي پاتې دفترونو ته د اصلاح سپارښتنې ورکړې، او متصدیانو خپلې ستونزې هم له چارواکو سره شریکې کړې.