د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان په ښارونو کې د نفوسو له بې ساري چټک زیاتوالي خبرداری ورکړی دی. دغه بنسټ وایي، د هېواد ښارونه د دې کچې ودې لپاره لازمې زېربناوې او پلانونه نه لري، چې دا وضعیت ښاري ژوند له جدي ننګونو سره مخ کوي. د راپور له مخې، په ۱۹۵۰ کال کې یوازې ۵ سلنه افغانان په ښارونو کې اوسېدل، خو دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ سلنې ته رسېدلی او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به نیم هېوادوال په ښارونو کې ژوند وکړي. یاد بنسټ ټینګار کوي چې د ښاري ودې د مدیریت لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي.

Share.