د ا.ا.ا د څلور کلنې واکمنۍ دوره، د افغانستان د امنیت، اقتصادي مدیریت او ملي یووالي په تاریخ کې یو بې‌ساری، ستر او هیله‌ بښونکی فصل ګڼل کېږي.
دا یوازې یو سیاسي بدلون نه و؛ بلکې د ملي ارادې، خپلواک دریځ او ستر ستراتیژیک لید څرګندونه وه.
له کلونو جګړو وروسته، افغان ولس د امنیت له کمښت، اقتصادي ګډوډۍ او د ملي هویت له ټکني دریځ سره مخ و او په داسې حال کې، چې هېواد د پراخو طبیعي منابعو او ستر جیوپولیټیک موقعیت څښتن دی، بې‌ثباتي او فساد د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي وو.
خو د ا.ا.ا راتګ، د دې ټولو ستونزو د حل لپاره یوه عملي، ملي او اوږدمهاله حلاره وګرځېده.
د دې څلور کلنې دورې ستره لاسته راوړنه دا وه، چې افغانستان له جګړو خلاص شو، امنیت ټینګ شو، د ملي عوایدو کچه لوړه شوه او د فساد مخه ونیول شوه.
دا پرمختګونه یوازې داخلي نظم ته نه دي محدود پاتې؛ بلکې د سیمه‌ ییزو او نړیوالو اړیکو د ټینګښت لپاره یې نوې دروازې پرانیستې.
د ګاونډیو او ستر اقتصادي شریکانو سره تړونونه لاسلیک شول، د ټرانزیټ او سوداګرۍ لارې پراخې شوې او د کانونو د استخراج پروژو عملي بڼه غوره کړه.
ا.ا.ا وښودله، چې د دولت تر څنګ، د ولس یو موټی ملاتړ کولای شي د هېواد د جوړښت ستنې ټینګې کړي.
د حکومت د فساد ضد تګلاره عملي کول، د ملي ارزښتونو ساتنه او د دیني او کلتوري هویت پیاوړتیا نورې لاسته راوړنې دي، چې ا.ا.ا یې لري.
دغو څلورو کلونو افغان پانګه‌ والو او کار رامنځته کونکو ته هم دا الهام ورکړ، چې افغانستان کې پانګونه یوازې اقتصادي ګټه نه ده، بلکې یو ملي مسوولیت دی.
دغه راز د خصوصي سکټور او دولت تر منځ د باور فضا رامنځته شوه او د ګډو پروژو عملي کولو سره د اقتصادي ودې نوې مرحله پیل شوه.
دا لاسته راوړنې د نړۍ په کچه د افغانستان اعتبار لوړوي او دا پیغام ورکوي، چې افغانستان کولای شي د ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلي.
په پای کې، ویلای شو، چې د ا.ا.ا دا څلور کلنه دورې، د افغان ولس لپاره د عزت، اعتماد او ملي هویت د بیا ژوندي کېدو یوه نوې پاڼه پرانستله.

Share.