د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۶۲زرو ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې نږدې ۱۹زره یې ماشومان دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې هېڅ‌ځای د ماشومانو لپاره خوندي نه‌دی او د اسراییلو کلابندۍ د خوړو او درملو د سخت کمښت لامل شوی. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې ویلي، د دغه بنسټ ښوونځي چې د زرګونو خلکو لپاره سرپناه په توګه کارول کېږي؛ پرله‌پسې په نښه کېږي او د ماشومانو لپاره د مرګ ځایونه ګرځیدلي دي.

Share.