د بغلان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د یوه هینو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو تن مړ او ۳ نور ټپیان شوي دي.