په غزني کې د هنري اثارو او نقاشۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. په دې نندارتون کې شاوخوا ۳۰ هنري او خطاطي اثار د خلکو نندارې ته اېښودل شوي دي. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار ویلي چې د دغه نندارتون موخه د ځوانانو پام هنر او فرهنګ ته راجلبول دي. د نوموړي په خبره، په دې نندارتون کې بېلابېل ډولونه نقاشۍ او د خطاطي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي. د غزني د خوشنویسانو د ټولنې مسولې شیرین انصاري ویلي چې د ورته نندارتونونو دوام د هنرمندانو د هڅونې او د هنر د ودې لپاره یو مهم فرهنګي اړتیا ده.