د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ګډو مرستو له صندوقه ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي څو د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټيفان دوجارېک ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بیړني توکي کونړ او جلال اباد ته لېږدولي دي چې پکې خیمې، کمپلې، د اوبو لوښي، ګازي دېګونه، سولر څراغونه او ترپالونه شامل دي، تر څو ۵۶۰۰ کورنیو سره مرسته