د حماس د سیاسي دفتر غړي سهیل الهندي له الجزیرې سره په خبرو کې تائید کړه، چې د حماس د مشرتابه غړي د قطر پر دوحه ښار د اسرائیلو له وروستي برید څخه ژوندي پاتې شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د غزې په تړانګه کې د حماس د سیاسي دفتر د جلاوطنه مرستیال مشر خلیل الحیة زوی د برید له کبله وژل شوی دی.
الهندي د برید د غندلو تر څنګ ویلي؛ دا هڅه د اسرائیلو د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي د فلسطین د مقاومت سیاسي مشران پر نښه کړي.
هغه ټینګار کړی، چې دا ډول بریدونه به د حکاس د مقاومت لار او اراده کمزورې نکړي.

Share.