د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت مرستیال والي امین ‌الله طیب ویلي، چې خلکو په ملاي ملاتړ د یو میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. هغه زیاته کړې چې په یاد ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي اداري خونه او اړین توکي شامل دي.

Share.