د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له څلورو همکاره بنسټونو سره د یو میلیون او ۲۳۰ زره ډالرو په ارزښت څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې په دغو پیسو به د هېواد په ۸ ولایتونو کې بېرته راستنېدونکو ته یو لړ اسانتیاووې برابرې شي. د کډوالو چارو وزارت په وینا، دغه پیسې به د کډوالو د ملاتړ مرکزونو جوړولو، د روغتیا، کاري فرصتونو برابرولو، د زدهکړو او عامه پوهاوي، د پخلنځي وسایلو او د ژمنیو توکو چمتو کولو برخو کې ولګول شي.