د بریټانیا دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: دوه ټایفون الوتکو د جمعې پر شپه د ختیځ انګلستان له یوې اډې څخه والوتې؛  پر پولنډ یې الوتنه وکړه او د شنبې پر سهار بېرته راستنې شوې

.دفاع وزیر جان هیلي ویلي؛ دغه هوایي ماموریت د تېرې اوونۍ “په اوکراین کې د ولسمشر [ولادمیر] پوتین له‌خوا د ناټو د هوايي حریم د ترټولو مهمې سرغړونې په ځواب کې تر سره شو.” هغه زیاته کړې، چې دا الوتنې له ” دې روښانه پیغام سره مل شوې: د ناټو له هوايي حریم څخه به دفاع وشي.”

د سلطنتي هوايي ځواکونو مشر مارشال هارو سمیټ ویلي، چې جیټ الوتکې د ناټو د ختیځې څنډې په اوږدو کې له متحدینو سره یوځای فعالیت کوي.

هغه وایي: “مونږ چټک، یوموټی او چمتو یوو، چې د بریا لپاره د هوایي ځواک ننداره وښیو.”

انګلستان په داسې حال کې خپله کړنه ترسره کړې، چې د ناټو غړې ایسټونیا د جمعې پر ورځ پخپل حریم د روسیې له‌خوا د ۱۲ دقیقو لپاره پر درې پوځي الوتکو د سرغړونې تور ولګاوه او دا یې “بې ساری او بې شرمه” یرغل بللی دی.

د بریټانیا دفاع وزیر جان هیلي دا عمل وغانده او دا یې په وروستیو ورځو کې د ناټو پر خاوره د روسیې درېیمه سرغړونه وبلله.

بریټانیا دا ژمنه هم کړې، چې د ۲۰۲۷ کال تر اپریل پورې به د دفاعي لګښتونو کچه د ناخالص کورني تولید ۲.۶ سلنه ته لوړه کړي. دا ګام واشنګټن ته ښیي، چې غواړي د اروپا ډله‌ییز امنیت پیاوړی شي.

Share.