د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو له بیا پیل هرکلی کړی دی.
د یکشنبې پر ورځ( د تلې شپږمه / د سپټمبراتهویشتمه ) روبیو په ایکس پاڼه کې څرګنده کړه: هغه د جرمني، فرانسې او بریټانیا له هغو هڅو، چې د ایران د اټومي پروګرامونو پر وړاندې یې بندیزونه بیا پیل کړل او محرک میکانیزم یې فعال کړ؛ ستاینه کوي.
هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخامخ خبرو اترو غوښتنه هم کړې، چې ورسره ډیپلوماټیک حل لارې ولټول شي.
دغه راز ایران هم د محرک میکانیزم بېرته راګرځول ناعادلانه پرېکړه او ناوړه کړنه ګڼلي او له فرانسې، بریټانیا او جرمني څخه یې خپل سفیران هېواد ته راوبلل.
ویل کیږي، چې چین او روسیې له دې عمل سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی دی.