دا بندښت له څو اوونیو ترخو خبرو اترو وروسته رامنځته شو، چې ډیموکراټانو د روغتیایي پاملرنې پروګرامونو ته د بودجې د بیا  خانګړې کولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکو د لنډمهالې بودجې طرحه تصویب کړهو چې د نیمې شپې له ضرب الاجل مخکې په سنا کې ناکام شوه.

د امریکا حکومتي ادارې د چارشنبې پر سهار له هغې وروسته وتړل شوې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس پر بودجه هوکړې ته ونه‌رسېدل او سلګونه زره فډرالي کارمندان یې پرته له معاشه د دندو ګوښه‌کېدا ته اړ کړل.

دا بندښت له څو اوونیو ترخو خبرو اترو وروسته رامنځته شو، چې ډیموکراټانو د روغتیایي پاملرنې پروګرامونو ته د بودجې د بیا  خانګړې کولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکو د لنډمهالې بودجې طرحه تصویب کړهو چې د نیمې شپې له ضرب الاجل مخکې په سنا کې ناکام شوه.

د سهار له ۱۲:۰۱ راپدېخوا ګڼو فډرالي ادارو د اداري هڅو درول پیل کړل. که څه هم اړین خدمات لکه اردو، پوستي خدمتونه، ټولنیز امنیت او د خوړو مرستې پروګرامونه په خپل ځای پاتې دي.

د کانګرس د بودجې دفتر د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې هره ورځ ۷۵۰ زره کارګران د بندېدا تر پایه پر کور کېني.

ټرمپ دغه حالت کم‌اهمیته وبلله او بندېدا یې له “هغو شیانو څخه د خلاصون لپاره فرصت وباله، چې نه‌یې‌غوښتل” او څرګندوي؛ ډیموکراټان به یې د پایلو بار پر اوږو وړي.

دا بندېدا د ټرمپ د تېرې دورې د مهال  ۲۰۱۸ ـ ۲۰۱۹ د ریکارډ ماتوونکي ۳۵ ورځني بندېدا راپدېخوا لومړۍ هغه ده. دا، چې دا به تر څو روانه وي؛ نامعلومه ده؛ ځکه کانګرس اوس هم د بودجې لومړیتوبونو په اړه وېشل شوي او هیڅ جوړجاړی نه لیدل کیږي.

د یادونې ده، چې له ۱۹۷۶ راپدېخوا پر بودجه د اختلافاتو له کبله ۲۱ ځله فډرال حکومت تړل شوی دی.

Share.