د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د وزارت په رهبرۍ کې پرېکړه شوې چې خلکو ته د خوښیو د نمانځلو پر مهال د پټاقیو کارولو اجازه یوازې د شپې تر ۸ یا ۹ بجو پورې ورکړل شوې ده. نوموړي ویلي، د شپې تر نهو بجو وروسته د پټاقیو کارول منع دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند شي. کابل ښاریان وايي په ښار کې د شپې مهال د پټاقیو ډزو له خلکو ارام اخیستی او ماشومان په وېره او ډار کې له خواږه خوبه راويښوي. د ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه کار نه یوازې له خلکو خوب او ارام اخلي، بلکې رواني، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کوي.