د کرېکټ ملي لوبغاړو د افغانستان کرېکټ بورډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې له پاکستان سره یې راتلونکې درې اړخیزه لوبلړۍ لغوه کړې ده.
ملي لوبغاړي، راشد خان په پکتیکا کې پر ملکي وګړو د تېرې شپې برید ته د غبرګون ښودلو ترڅنګ ویلي، د کرېکټ بورډ د دغې پرېکړې هرکلی کوي او زیاتوي چې ملي حیثیت او عزت باید تر هرڅه لومړی وي.
اخوا د محمد نبي عیسی خیل او ګلبدین نایب په ګډون نورو لوبغاړو هم په پکتیکا کې پر ملکيانو د پاکستان پوځي رژیم د برید پر وړاندې غبرګون ښودلی او پر قربانیانو یې خواشیني څرګنده کړې ده.