د کندز ولایت په مرکز کې ۶۰۱ تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې له زده کړو فارغ شول. دغو فارغانو د دوه کلونو په اوږدو کې د مدیریت او حسابدارۍ په برخو کې له زده کړو وروسته د څوارلسم سندونه ترلاسه کړل.

په دې مناسبت غونډه کې د کندز ولایت مرستیال مولوي حبیب‌الرحمن صهیب، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري مرستیال مولوي فضل الرحمن فاضل او نورو چارواکو ګډون کړی و.
مرستیال والي د فارغانو له هڅو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره خپلو زده‌کړوته دوام ورکړي.

Share.