دفاع وزارت ویلي، په ۲۱۵ قول اردو کې یې ۵۰ عرادې هاموې ټانکونه ترمیم کړي دي. دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد ټانکونه اوس ګټې اخیستنې ته چمتو دي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ياد ورکشاپ کې سلګونه عرادې بېلابېل پوځي وسايط ترميم شوي دي.