عدليې وزارت ویلي، چې د مرکزي زون د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د «سید اسحاق ګیلاني» ښارګوټی دولتي تثبیت کړی دی. د دغه وزارت په وینا، محکمې د اسنادو او موندنو له دقیقې ارزونې وروسته پرېکړه کړې، چې د دې ښارګوټي ټوله ځمکه چې ۵ زره او ۶۴۰ جریبه کېږي، دولتي ملکیت دی.

Share.