اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا، د کندز ولایت مقام په همغږۍ، د ملکي ادارو ۴۰ تنو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

یاد روزنیز پروګرام چې د «پلان جوړونې، راپور لیکنې، مسئولیت پېژندنې او د وخت مدیریت» تر عنوان لاندې جوړ شوی و، د تلې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې دوام وکړ. په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د مسلکي مهارتونو د لوړولو ترڅنګ، د ښه او مؤثر مدیریت پر اصولو هم عملي او نظري زده‌کړې ورکړل شوې.

د سیمینار هدف دا و، څو د ملکي کارکوونکو کاري وړتیاوې پیاوړې، د ادارو د فعالیت کیفیت لوړ، او د خدماتو وړاندې کولو بهیر چټک او اغېزناک شي.

د پای غونډې پر مهال د کندز ولایت چارواکو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازو له ګډونوالو مننه وکړه، او د دا ډول پروګرامونو د دوام ژمنه یې وکړه.

Share.