د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویلي، چې تېره میاشت په ټول هېواد کې ۱۳ زره او ۱۷۵ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي، چې له دې ډلې ۹ زره او ۶۴ لویان او ۴ زره او ۱۱۱ یې ماشومان و. د دې ادارې د شمېرو له مخې، په دې موده کې تر ټولو زیات د زېږون کارتونه په کابل، خوست او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویلي زیاته کړې، چې د دې سربېره په تله میاشت کې ۲۵۰۸ د مړینې پاڼې هم په ټول هېواد کې وېشل شوي.
