د ننګرهار پوهنتون رییس انعام الله مدني ویلي، چې د پښتو ژبې د دوکتورا برنامه د دې ژبې او ویونکو په فکري او علمي ارتقاء دلالت کوي او له دې سره به پښتو ژبه او کلتور لا پسې غني شي. ورته مهال نورو مسوولینو هم د ژبو د بقاء تضمین لپاره په علمي هڅو ټینګار کړی او دا ډول لوړې علمي برنامې یې د مسلکي پوهې پراختیا، د څېړنې فرهنګ پیاوړتیا او د یوې ملي ژبې د علمي مقام لوړولو لپاره مهمې یادې کړې.

Share.