د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د رسنیو د فعالیتونو د ستاینې غونډه ترسره شوې ده. په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له خبریالانو غوښتي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړی، چې وزارت به له ټولو رسنیو سره بشپړه همکاري او ملاتړ ولري.
