د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي، چې تورخم دروازه نن سهار د کډوالو پرمخ بېرته پرانېستل شوې ده. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي ویلي، چې پاکستاني لوري دا لار یوازې د راستنېدونکو افغانانو پر مخ پرانېستې ده. دغه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر وروستي کړکېچ وروسته د پاکستان لهخوا په بشپړه توګه تړل شوې وه.
