د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۴۵۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۴۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۸۵۳ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۹۴۹ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

Share.