د افغانستان برېښنا شرکت رییس، ډاکتر عبدالباري عمر، د ترکمنستان – ۲۰۲۵ د نړۍوالې انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو د پراختیا کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال، باتور امانوف، سره کتلي. په دې کتنه کې دواړو لورو د انرژۍ د سکټور د پرمختیایي پروژو په ځانګړي ډول د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي، د بالامرغاب د برېښنا رسونې او د نورالجهاد سبسټېشن د پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
