دکندز دسرې میاشتې افغاني ټولنې مسوولین چې په کندز ولایت کې له خبریالانو سره دسرې میاشتې فعالیتونه شریک کړل چې ، په روان کال کې لسګونه زره اړمنو، مهاجرینو او بېسرپرسته کورنیو ته بېړنۍ مرستې، خوراکي توکي، نغدي مرسته او روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي.
په دغه غونډه کې ویل شوي، چې دغه مرستې د ټول هېواد په کچه د سرې میاشتې د ولایتي او سیمهيیزو دفترونو له لارې تنظیم شوې دي. دا ټولنه د ۱۵۸۳ روغتیايي کارکوونکو په همکارۍ، په سلګونو زره افغان وګړو ته د درملنې، واکسین، تغذیې او پوهاوي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د سرې میاشتې افغاني ټولنې چارواکي زیاتوي، چې د مرستو دا لړۍ به د اړمنو کورنیو د ملاتړ، د بشري وضعیت د ښهوالي او ټولنیز ثبات د پیاوړتیا په موخه دوام ولري. دوی ټینګار کوي، چې د طبیعي پېښو، بېځایه کېدنې او اقتصادي ستونزو له امله د زیانمنو شویو کسانو ملاتړ د دوی د کارونو اساسي برخه جوړوي.
