د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له دوو خیریه موسسو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به، څه باندې ۱۷ میلیونه او ۷۰۷ زره افغانۍ د کابل، لوګر، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، دایکندي، بامیان او پروان ولایتونو کې پر ۴ زره او ۵۶ بېرته راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کورنیو د زده‌کړو، وسایلو او نغدو پیسو وېش په برخه کې ولګول شي. په ورته وخت کې، د ۷ زره او ۲۵۴ ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته به هم د ننګرهار ولایت په ۲۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ووېشل شي.

Share.