د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۸۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا، ورېښمو پله او بهرامچې له لارې راستنې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې له تازه راستنو شویو کورنیو څخه ۳۲۲۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او ۲۱۳۰ کسانو ته سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
