د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. یاد کمېسیون ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۲۰۹۸ افغان کورنۍ چې ۱۲۴۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، سپین‌بولدک، د هلمند د بهرام‌چې او د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

Share.