د کندوز ولایت په مقام کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ، نن له خبریالانو، سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو سره د‌ همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د کندوز والي محترم الحاج ملا محمد خان دعوت په مشرۍ، او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ ترسره شوې وه، چې په‌کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس مولوي صاحب ګل‌محمد الیاس، د اطلاعاتو او ملي راډیو ټلویزیون امرینو، خبریالانو، د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤولینو او ویاندویانو او یو شمېر مبارزینو ګډون کړی و.

په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس مولوي صاحب ګل‌محمد الیاس خبرې وکړې. د ولایت مقام له هراړخيز ملاتړ څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي په میاشت کې یو ځل د رسنیو او خبریالانو له استازو سره د همغږۍ او ستونزو اورېدو لپاره ناستې ترسره کړي. د ده په وینا، دا ځل پرېکړه وشوه چې دا ناسته د ولایت مقام په مشرۍ ترسره شي، څو د رسنیو نظریات او ستونزې له نږدې واورېدل شي.

وروسته په شمال ختيځ زون کې د ازادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل ضياءالحق زاهد د خبریالانو په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هڅو ستاینه وکړه او په کندوز ولایت کې یې د سیمه‌ییزو رسنیو یو شمېر شته ستونزې د والي صاحب سره شریکې کړې.
دغه‌راز د کندوز والي محترم الحاج ملا محمد خان دعوت وکړې؛ ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: الحمدالله، د کندوز رسنۍ تر اوسه پورې په ښه ډول خپل فعالیتونه پرمخ وړي، او له دې وروسته هم تمه کېږي چې د اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو له مخې خپل رسنیز مسؤولیتونه ترسره کړي. ولایت مقام به هم د رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي والي د خبریالانو او رسنیو د استازو یو شمېر شته ستونزې یې هم واورېدې او د ډاډ یې څرګند کړ چې د راتلونکې ناستې پر مهال به یو ځل بیا له سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو سره غونډه وکړي، څو هره هغه ستونزه چې هغوی ورسره مخ دي، د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره شریکه او د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو سره مياشت کې یو ځل د هغوئ فعالیتونو اوریدو او د لا ښه همغږۍ او ستونزو د حل په موخه ناستې ترسره کړي دي.

Share.