د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له صنعتګرو او سوداګرو سره په غونډه کې وویل، سوداګر باید ژر تر ژره د پاکستان بدیلې لارې ولټوي. نوموړي وویل، چې له دې خبرتیا وروسته که هر سوداګر پاکستان ته صادرات او واردات کوي د ستونزو رامنځته کېدو پر مهال ورسره د افغانستان ا.ا هیڅ ډول همکاري نه کوي. هغه ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې سوداګریزې توکې او پانګې له پاکستانه وباسي او بدیله لاره ورته ومومي. برادر پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره دې سوداګري نهسياسي کوي. برادر اخوند همداراز د مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې له پاکستان څخه د واردېدونکو توکو د راتګ اجازه ور نهکړي.
