د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې دغې ادارې په ټول هېواد کې څه باندې یو ميليون برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. رافع ویلي، اوسمهال په ټول هېواد کې د آسان خدمت يوولس مرکزونه فعال دي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مسوولینو په وينا، اوسمهال له هېواده بهر يوازې په عربي متحده اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی. د رافع په خبره، د ايران، پاکستان او ترکيې په ګډون په نورو هېوادونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو د فعالولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
