د تاجکستان لوړپوړي پلاوي کابل ته په سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. د طلوع نیوز د خبر له مخې، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي مسایلو، د کابل– دوشنبې پر اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي. دا کابل ته د لوړپوړي تاجیکستاني پلاوي لومړنی سفر دی چې رسنیز شوی دی. ویل کیږي، چې د ا.ا چارواکي به له راغلي پلاوي سره په دوشنبې کې د افغانستان د سفارت ورسپارلو په اړه هم خبرې وکړي.

Share.