د بامیانو ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د نوي ښار د دشت عیسی خان سیمې د ښاروالۍ هوټل مخې ته د نږدې ۴۰۰ متره سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. په ورته وخت کې د بامیان ښاروال ویلي، چې یاده پروژه نږدې ۴۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۱۰ سانتي متره پلنوالی لري چې پکې د ویالو او پلو لارو رغول هم شامل دي او چارې به یې د یادې ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

Share.