د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب هڅه په خپل وخت شنډه شوې ده. چارواکي وايي چې امارتي ځمکې د عامه ملکیت حیثیت لري او هېڅ شخص یا ډله حق نه لري چې پرې ناقانونه دعوه وکړي. د کرنې ریاست ټینګار کړی چې د عامه شتمنیو د خوندیتوب لپاره به د هر ډول غصب په وړاندې جدي او قانوني چلند ترسره کېږي.

Share.